وړاندیز

مونږ تقریباً په ۲۰ ژبو کې په وړیا توګه په ټولنې کې د بلدیدلو پروګرامونه وړاندي کوو کورسونه په مختلفو ځایونو او مختلفو وختونو کې وړاندي کیږي. موږ ستاسو د کار او کورنۍ وضعیت په پام کې نیسو. په پای کې به تاسو ته په تولنې کې د بلدیدلو شهادت نامه درکړل شي. دا شهادت نامه تاسو سره د بلجیم د تابعیت د درخواست کولو په مهال مرسته کوي.  ددې سند په مرسته ددې احتمال چې ژر کار پیدا کړئ ډېر کېږي.

موږ ستاسو په ژبه خبرې کوو او یا یو ژباړونکي تاسو ته پیدا کوو. موږ به ستاسو لپاره وخت جوړ کړو او ستاسو خبرې به واورو.

په ټولنې کې د بلدېلو پروګرام په لاندې ډول دی:

لمړنۍ مرکه

ددې لپاره چې تاسو سره ښه مرسته وکړو مونږ غواړو چې له تاسو سره ښه معرفي شوو.  ځکه ددې لمړنۍ مرکې په جریان کې موږ ستاسو د هیلو، د ژبنې مهارتونو، د لوړ سویه ډیپلوم په هکله،...ستاسو څخه پوښتنې کوو.  په دې ډول موږ کولای شو چې تاسو ته یو مناسب وړاندیز وکړو.

انفرادي لارښوونه

کله چې تاسو په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرام پيل کړئ، ستاسې د لارښود به ستاسې سره د يوځاى کېدو د پروسې په ټولو مرحلو کې مرسته وکړي. که چېرې تر اوسه ستاسو هالنډي سمه یا په کافي توګه زده نه وي کومه ستونزه نه ده.  ستاسو لارښود ستاسو په ژبه يا بله ژبه خبرې کوي چې تاسو په هغه ژبه پوهېږئ. تاسو کولای شئ چې هغه یا هغې ته د خپلو ټولو پوښتنو د ځواب لپاره مراجعه وکړئ.

موږ ستاسو د راتلونکي پلانونو څخه پیل کوو او ګورو چې څنګه کولای شو چې هغه په پلانونه په ګډه عملي کړو.  ستاسو لارښود هم ګوري چې ستاسو اړتیاوې څه دي، کوم کورسونه تاسو غواړئ تعقیب کړئ، آیا تاسو د ماشوم لپاره وړکتون ته اړتیا لرئ،... که چېرې تاسو ډیپلوم ولرئ، بیا مونږ دا معلوم کوو چې آیا ممکنه ده چې ستاسو ډیپلوم په رسمیت وپېژندل شي.  که تاسو ځانګړي پوښتنې ولرئ بیا ستاسو لارښود کولای شي چې تاسو سمې ادارې ته معرفي کړي.

په ټولنې کې د خپلې د لارې د موندلو کورس.

په دې کورس کې - چې د ادغام یا تابعیت کورس په نوم هم یادېږي - تاسو به په بلجیم کې د ژوند په اړه ډیر څه زده کړئ: د کار بازار، په کور کې مېشت کېدل، روغتیا چارې، ترانسپورت، ستاسو د ماشومانو لپاره تعلیم، د بلجیم دود او دستور، ستاسو حقونه او مکلفیتونه... تاسو په ډلېزو لنډ سفرونو کې برخه اخلئ، د نور سره معرفي کېږئ او بیلابیل ډول مهارتونه خپل کوئ.  دا کورس په متوسطه توګه ۶۰ ساعته وخت نیسي.  تاسو دا کورس په خپلې مورنۍ ژبې کې یا په هغه ژبې کې چې تاسو په ښه پوهیږئ، تعقیب کوئ.

په ټولنې کې د بلدیدلو کورس په مختلفو ځایونو او مختلفو وختونو کې وړاندي کیږي. په پای کې به تاسو ته په تولنې کې د بلدیدلو شهادت نامه درکړل شي. دا شهادت نامه تاسو سره د بلجیم د تابعیت د درخواست کولو په مهال یا ژر د کار د موندلو په برخې کې مرسته کوي.  موږ به له تاسو سره په ګډه وګورو چې کوم کورس ستاسو لپاره غوره دی.

هالنډي ژبې ابتدائیي کورس

کله چې تاسو په بلجیم کې ژوند کوئ بیا ستاسې د ژبې مهارتونه ډېر مهم دي. ژبه د کار د لټون او ستاسې د ماشومانو د ښوونځي سره د اړیکو د ټېنکولو لپاره ګټور ده. له همدې امله موږ به ستاسو سره د هالنډ ژبې د زده کړې په برخې کې مرسته وکړو. د دې لپاره موږ د یت هوز فن نیدرلنس بروسل سره یو ځاي کار کوو. د دوی سره یوځای موږ ګورو چې تاسو چیرته او کله کولای شئ کورس تعقیب کړئ.

ورکشاپ او کاري لارښودنې، روزنه او تفریح

تاسو غواړئ چې په خپل راتلونکې باندې کار وکړئ. بن د مختلفو موضوعاتو په اړه ورکشاپونه، معلوماتي غونډې او لارښوونې تنظیموي. موږ وګورو چې آیا تاسو په بروکسل کې رضاکارانه کار، سپورت، کلتوري یا د اتحادیې ژوند سره علاقه لرئ.

د چا لپاره؟

هر هغه څوک چې په بهر کې زېږېدلی وي، له ۱۸ کلونو (*) څخه یې عمر لوړ وي او په بروکسل کې ژوند کوي، کولای شي چې په ټولنې کې د بلدېدلو په پروګرام کې برخه واخلي.
د اضافي معلوماتو لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ.

موږ د کوچنيانو لپاره هم یومناسبه پروګرام لرو. (*)