د نوم لیکنې لپاره ۱۰ ښه دلیلونه

1تاسو به په بلجیم او بروکسل کې ژر خپله لاره پیدا کړئ. دا به تاسو سره مرسته وکړي ترڅو تاسو خپل ځان په خپل کور کې احساس کړئ.

 

 
2تاسو به د نورو نويو راغلو کسانو سره وويني چې ستاسې په ژبه خبرې کوي
 
3تاسو هالنډ زده کوئ، کله چې تاسو غواړئ په بلجیم کې ژوند او کار وکړئ د ژبې زدکړه یوه ستره شتمني ده.
 
4موږ تاسو ته ستاسو په ژبه کورسونه او شخصي لارښوونې وړاندې کوو - هم آنلاین.
 
5تاسو کولای شئ چې په یو مناسبه کورس کې برخه واخلئ، د ورځې په جریان کې یا په ماښام کې، چټک کورس یا د اوږدې مودې کورس.
 
6زموږ ډیري ښوونکي او لارښودنکي ستاسو په ژبه خبرې کوي او د بن له طریقه یې په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرام یو ځل کې تعقیب کړی. هغوي اوس په خپل وار غواړي چې د نورو کسانو سره چې په ټولنې کې غواړي بلد شي مرسته کوي. ځینې شاهدانو ویناوې ولولئ.
 
7تاسې کولای شئ چې د عامه ترانسپورت په مرسته په اسانه توګه مونږ ته راشئ. تاسي کولای شئ چې زمونږ دفتر ته په مولن بیک، اندرلیخت او ستد بروسل ته راشئ. د آنلاین کورسونو د تعقیب کولو لپاره لازمه نه ده چې سفر وکړئ.
 
8که تاسو دا پروګرام په بریالیتوب بشپړه کړی، بیا به تاسو ته په ټولنې کې د بلدتیا شهادت نامه درکړل شي. دا شهادت نامه تاسو سره د بلجیم د تابعیت په لاسته راوړلو کې مرسته کوي.
 
9تاسو سره به د ستاسو د ډېپلوم د رسمیت پېژندلو په برخې کې، هر ډول حقوقي پوښتنې لکه د اوسېدلو د اجازې او د پناه غوښتلې د مراحلو په برخې کې او د بلجیم د تابعیت د لاسته راوړلو په برخې مرسته وشي.
 
10په ټولنې کې د بلدېدلو پروګرام وړیا دی. که چېرې تاسو په دې پروګرام کې برخه واخلئ، تاسو به یو کارت هم ترلاسه کړئ چې تاسو ته اجازه درکوي چې په ځینو فعالیتونو کې په وړیا ډول ګډون وکړئ.